د ترکیې معارف بنسټ ته د افغان- ترک ښوونځیو د مشرتابه سپارل

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۶:۱۶
د ترکیې معارف بنسټ ته د افغان- ترک ښوونځیو د مشرتابه سپارل

دننګرهار ولایت د افغان ترک لېسه د ترکیې هیواد معارف بنسټ ته دیولړ مراسمو په ترځ کې ولیږدول شوه.
په هغه مراسمو کې چې په همدې تړاو جوړه شوي وه، دننګرهار والي شاه محمود میاخیل بر سیره په افغانستان کې د ترکیې هیوادسفیر(اوزان ارطغرل)د پوهنې ریس حسیب الله شینواري، د دولتي اداري مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود.
د ترکیې هیواد سفیر معارف ته دانتقال شوي افغان ترک لېسې د پرانیستې په مراسمو کې دخپلو په ترځ کې د جلال اباد په ښارکې د نجونو لپاره د یوي لېسي ، دنجونو لپاره د لیلیی جوړه ول او د زده کوونکو په فیس کې شل سلنه د کموالي وعده ورکړه، نوموړي زیاته کړه چې په موجوده لېسه کې به درسي کیفیت د لوړاوي په موخه ټوله درسي توکې نوي او له هره پلوه به یاده لېسه تجهیز او اکمال کړو.
دترکیې هیواد سفیر په ښوونیز بهیر کې د ځینو نورو مرستو ژمنه هم وکړه. د ولایتي ادارې او په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول د پوهنې ریاست د رهبرۍ ستاینه وکړه، چې په سوله ییز ډول یې د ترکیې هیواد معارف بنسټ ته د یادې لېسې د سوله ییز انتقال زمینه یې برابره کړه.
وروسته دننګرهاروالي شاه محمود میاخیل جلال اباد ته د ترکیې هیواد د سفیر د سفر له امله مننه وکړه ویې ویل ترکیه او افغانستان د ورورګلویزو اړیکو اوږد تاریخ لري. 
همدا راز دننګرهار دپوهنې ریس حسیب الله شینواري دترکیې هیواد له سفیر څخه په ننګرهار کې د یو ا‌‌‌‌‌‌ډیټوریم د جوړولو غوښتنه وکړه، چې ښاغلي سفیر یې د جوړیدا ډاډ ورکړ.
پوهنې ریس وویل د افغان ترک لېسه په دې ولایت کې د نورو ښوونځیو لپاره د سالمې درسي سیالۍ لپاره یوه ښه بېلګه ده.هغه د ننګرهار له والي هم ځانګړې مننه وکړه چې تل یې معارف ته پاملرنه کړې او دستونزو حل ته یې پر خپل وخت مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
دیادونې وړ ده، په ننګرهار کې افغان ترک لېسه خواوشا اوه کاله وړاندې جوړه شوې، چې تر دا مهاله د چاغ پوهینز خصوصي بنسټ له لورې اداره کیده او اوس دیادې لېسو چارې د افغانستان جمهوري دولت او پوهنې جلیله وزارت د پریکړې او لارښوونې له مخې د ترکیې هیواد پوهنې بنسټ ته لیږدول شویدي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

افتتاح دو صنف درسی برای یک مکتب در ولایت جوزجان

دو صنف درسی در لیسه حسن‌آباد شهر شبرغان، مرکز ولایت جوزجان، به هزینه ۴۵۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل اعمار گردیده و در نشستی با حضور مسئولان معارف آن ولایت به بهره‌برداری سپرده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

برای یک مکتب در ولایت غزنی تعمیر جدید اعمار گردید

تعمیر جدید مکتب متوسطه طاق‌چین در ولسوالی قره‌باغ ولایت غزنی، که با حمایت مالی باشندگان محل به هزینهٔ ۶.۲ میلیون افغانی ساخته شده است، طی مراسمی افتتاح گردید.
در مراسم افتتاح این تعمیر،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

ایجاد صنف درس‌های عملی در یکی از لیسه‌های شهر کابل

به‌منظور ارتقای سطح علمی شاگردان، بهبود کیفیت تدریس و تقویت آموزش‌های عملی، از سوی ریاست مرکز ساینس وزارت معارف، یک صنف دروس عملی ساینس در لیسه عالی حبیبیه، ایجاد شد.
محترم انجنیر. . .

بازگشت به اخبار