په لوګر ولايت کې دوه بابه ښوونځي تاسیس شول
![215](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-05_at_8.47.35_am.jpeg)
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د شهید انوري او سعادت په نومونو دوه بابه ښوونځي، د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: یاد ښوونځي د خروار ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو د غوښتنې په پایله کې جوړ او فعال شول.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ياده سیمه کې هېڅ ښوونځي شتون نه درلود او د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره شاوخوا ١٠٠٠ تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.
د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو په خپله سیمه کې د دغو ښوونځيو د جوړېدو په برخه کې، د پوهنې وزارت له هڅو ستاينه وکړه او د یاد ولايت د پوهنې رياست له ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.