لوګر ولایت کې له پوهنې سره د څه باندې ۵ مېلیونه افغانیو مرسته شوې
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې؛
د ١٤٠٣ لمريز کال له پيل څخه تر اوسه پورې پوهنې رياست سره د عامو خلکو له خوا څه د پاسه ۵ مېليونه افغانۍ مالي مرسته شوې ده، چې یادې پیسې د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بيارغونې، د څښاک پاکو اوبو څاګانو کيندلو، د ښوونیز چاپېریال او نورو اړینو چارو په برخه کې په مصرف رسېدلې دي.
پوهنې وزارت د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د لوګر ولایت علم پروره ولس د مادي او معنوي مرستو له امله مننه کوي او د هغوی پوهنیز فعالیتونه ستایي.
