د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د نیمروز ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۹:۲۶

د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په داسې حال کې چې د نیمروز   ولایت د پوهنې رئیس او د اسلامي تعلیماتو آمر هم ورسره ملګري وو، د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د رسمي سپارښتنې په اساس، د نیمروز ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم معین صاحب د جهادي مدرسې له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب په جهادي مدرسه کې په یوه شانداره غونډه کې چې د نوموړي د هرکلي په مناسبت جوړه شوې وه، د علم د فضیلت، د وخت د پابندي، د مشرانو د اوامرو د اطاعت، د استادانو او والدینو د احترام او حسنه  اخلاقو په هکله ارزښتناکې خبرې وکړې، هغوی یې خپلو دندو ته متوجه کړل او هم یې د مدرسې د مسئولینو او استادانو علمي خدمات د قدر وړ وبلل او د علم او اخلاقي فضایلو د تعمیم په برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.
تر غونډې وروسته معین صاحب د یادې مدرسې د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، د مدرسې د چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

تهداب‌گذاری تعمیر جدید برای یک باب مکتب در ولایت غور

سنگ‌تهداب تعمیر جدید مکتب ابتدائیه «خاک‌یارک» در مربوطات ولسوالی دولینه ولایت غور با حضور مسوولان معارف، علماء، بزرگان‌قومی و اولیای شاگردان گذاشته شد. 
به‌گفتهٔ آمر معارف ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

افتتاح تعمیر جدید یک باب مکتب به هزینه ۶ میلیون افغانی در ولایت غزنی

تعمیر جدید مکتب شهدای حیدر در قریهٔ حیدر ولسوالی جاغوری ولایت غزنی، که به هزینهٔ حدود ۶ میلیون افغانی اعمار شده است، از سوی مسوولان معارف ولایت یاد شده به‌گونهٔ رسمی به بهره‌برداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

مساعدت ۳۰ پایه خیمه با یک باب مکتب در ولایت ننگرهار

از سوی یک نهاد همکار با معارف۰ برای مکتب متوسطهٔ بی‌بی مریم در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار، ۳۰ پایه خیمه به ارزش مجموعی ۲.۵ میلیون افغانی مساعدت شده است.
محترم شیخ‌ محمد شریف حلیمی،. . .

بازگشت به اخبار