د بغلان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۷
یفلات

د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د بغلان ولايت د حکمونو  او فرامینو د څارنې د کمېټې له رئيس مولوي عبدالظاهر خليفه سره وکتل او د افغانستان د ا.ا او په ځانګړي ډول د بغلان ولايت د پوهنې رياست د فرامینو د تطبيق په څرنګوالي يې خبرې وکړې.

په بل خبر کې
 د بغلان ولايت د پوهنې رئيس د آغاخان موسسې د ښوونې او روزنې له مسوول ويس الدين فرهنګي سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همغږۍ په باب خبرې وکړې .

د بغلان ولايت د ښوونې او روزنې آمرینو او د تعلیمي څارنې مسوولينو د دې ولایت په مرکز کې  د يوه خصوصي ښوونځي له اداري چارو، د ښوونکو د درسي پلانونو او نور اداري او تدريسي اسنادونو څخه څارنه وکړه.

د جلګې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د بغلان د پوهنې رياست له پلاوو سره یو ځای د جلګې ولسوالۍ د ښوونځيو د کرايي ملکيتونه څخه لیدنه وکړه.

 د ده صلاح ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د څارنې له آمر سره یو ځای د صیاد د نجونو لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د پوهنې آمر د آغاخان د دفتر د ښوونې او روزنې له استازي سره د کتنې پر مهال د پوهنې د څارنې دوو تنو غړو ته دنده ورکړه، چې د آغاخان موسسې په مرسته د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو له فعاليتونو څخه څارنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

فعال‌سازی صنوف آزمایشگاهی  برای شماری مکاتب در ولایت غور

 از سوی مرکز ساینس وزارت معارف برای لیسه‌های خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز و سیدمیرعلی‌شاه ولسوالی پسابند ولایت غور صنف‌های جدید آزمایشگاه دروس ساینسی فعال گردید. 
مسوولا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

اعمار یک محراب مسجد و تعمیر برای یک باب مدرسه دینی در ولایت قندز

کار اعمار یک محراب مسجد و تعمیر برای مدرسه دینی قندهاری در ولسوالی علی‌آباد ولایت قندز، روی قطعه زمینی به مساحت نیم جریب جریان دارد که قرار است عنقریب کار ساختمانی آن به اتمام رسیده و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

برای ساخت یک مکتب در ولایت زابل، ده جریب زمین اهدا شد

سنگ تهداب تعمیر جدید مکتب حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) در ولسوالی شملزو ولایت زابل به روی قطعه زمین گذاشته شد که از طرف باشندگان این ولسوالی به معارف اهدا شده است.
این تعمیر که با. . .

بازگشت به اخبار