د پوهنې وزارت له لوري د هېواد د خپلواکۍ دویمه کلیزه  ولمانځل شوه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۹:۵۳
123

د پوهنې وزارت له لوري د هېواد د خپلواکۍ دویمه کلیزه نن سه شنبه د ١٤٠٢ لمريز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

یاد مراسم چې د اماني عالي لېسې د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو. د پوهنې وزارت محترم سرپرست، معینانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د ياد وزارت ستر سلاکار، د ښوونځیو او مدارسو ځینو ښوونکو او زده کوونکو سر بېره ولسي مشرانو ګډون درلود.
  غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په ایران کې د پوهنې وزارت آتشه مولوي احسان الله خطاب، ټولو راغلو مېلمنو ته د يادې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ښه راغلاست وینا وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د خبرو په ترڅ کې، ياده ورځ د اشغالګرو د ماتې او د ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغان مجاهد ملت لپاره يوه تاريخي او د وياړونو ډکه ورځ وبلله .
 نوموړي د پوهنې په برخه کې د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. د هېواد له ښوونکو او زده کوونکو یې وغوښتل چې، تر څو خپل مسئولیتونه درک او په راتلونکي کې د هېواد په بیا آبادولو او رغولو کې رغنده ونډه واخلي.
 په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان، له لوري د هېواد د خپلواکۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د ا.ا.ا اعلامیه ولوستل شوه، چې پکې د افغاستان.ا.ا د  مشرتابه له لوري د يادې پرتمینې ورځې په مناسبت د هېواد ټول مجاهد ملت ته مبارکي تر څنګ یو ځل بیا ژمنه کړې، ترڅو چې ژوند او امکان وي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د خپل ملت خدمت کوي، د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا  لپاره به کار کوي او بیا به نه پرېږدي چې کوم متجاوز د هېواد آزادۍ او خپلواکي ته ګواښ متوجه کړي.
 وروسته د چارو د ادارې لوی رئیس محترم شیخ مولوي نورالحق انور، د هېواد د آزادۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د آزادۍ په اهمیت او ا.ا.ا ژمنتیا او اوسنیو هر اړخيزو پرمختګونو باندې خبرې وکړې.
  د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په خپلو خبرو کې آزادي د الله تعالی یو له لویو نعمتونو څخه یاده او دا يې د اشغالګرو په وړاندې د افغان مېړني ولس د بې ساري قربانیو پايله وبلله.
 وروسته د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، له ټولو افغانانو څخه وغوښتل، چې د يادې ورځې د شکرانې لپاره دې په ور سپارل شویو دندو او مسئولیتونو کې جدي هلې ځلې وکړي.
د غونډې په لړ کې د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو له لوري د آزادۍ په ویاړ شعرونه، ترانې او مقالې هم ولوستل شوې.
 غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین، الحاج مولوي سخاء الله سعید له لوري، د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

تهداب‌گذاری تعمیر جدید برای یک باب مکتب در ولایت غور

سنگ‌تهداب تعمیر جدید مکتب ابتدائیه «خاک‌یارک» در مربوطات ولسوالی دولینه ولایت غور با حضور مسوولان معارف، علماء، بزرگان‌قومی و اولیای شاگردان گذاشته شد. 
به‌گفتهٔ آمر معارف ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

افتتاح تعمیر جدید یک باب مکتب به هزینه ۶ میلیون افغانی در ولایت غزنی

تعمیر جدید مکتب شهدای حیدر در قریهٔ حیدر ولسوالی جاغوری ولایت غزنی، که به هزینهٔ حدود ۶ میلیون افغانی اعمار شده است، از سوی مسوولان معارف ولایت یاد شده به‌گونهٔ رسمی به بهره‌برداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

مساعدت ۳۰ پایه خیمه با یک باب مکتب در ولایت ننگرهار

از سوی یک نهاد همکار با معارف۰ برای مکتب متوسطهٔ بی‌بی مریم در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار، ۳۰ پایه خیمه به ارزش مجموعی ۲.۵ میلیون افغانی مساعدت شده است.
محترم شیخ‌ محمد شریف حلیمی،. . .

بازگشت به اخبار