د افغان-ترک ښوونځيو د بنسټ پلاوي د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي ودې او ښوونيز نصاب له لوی رئیس سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۲:۱۰
12

د افغان-ترک ښوونځيو بنسټ د یاد بنسټ د مالي او اداري مرستیال مراد قوجي عبدالصمد په مشرۍ پلاوي د ښوونکو د مسلکي ودې او ښوونيز نصاب د لوی رئيس الحاج مولوي اول ګل ايوبي سره وکتل.
غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
 ورپسې د یاد بنسټ اداري مرستیال په افغانستان کې د خپلو کارونو په اړه وویل؛ د افغان- ترک ښوونځيو بنسټ یوازینی بنسټ دی چې د افغانستان. ا.ا په لاس د کابل له فتحې وروسته يې خپل فعاليتونه نه دي بند کړي او دوام لري.
نوموړي زیاته کړه؛ د ياد ښوونيز بنسټ پروګرامونه د نړۍ په 90 هیوادونو کې پلي کیږي، چې اوس وخت کې د نړۍ په 54 هېوادونو کې فعال ښوونځي لري.
هغه ومنله چې د ياد بنسټ ښوونځي د افغانستان په ۸ ولایتونو کې فعالیت لري او له دې لارې ۱۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په ترڅ کې يې زده کوونکو ته سل وړیا او نیمه وړیا بورسونه هم ورکول کیږي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د ترکيې د پوهنې ښوونيز نصاب ټول ٢٢ درسي کتابونه لري او دوى چمتو دي، چې ياد کتابونه د افغانستان په ملي ژبو وژباړي او د پوهنې وزارت ته يې وسپاري.
ورپسې د پوهنې وزارت په استازیتوب د ښوونکو د مسلکي ودې او ښوونيز نصاب لوی رئيس د ترکيې د بنسټ د خدمتونو ستاینه وکړه او ياد پلاوي ته یې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي سیستم په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل چې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ زموږ په هېواد کې په زړه پورې فعالیتونه لري او ښه کیفیت لري.
د غه راز نوموړي له ياد پلاوي څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت او په ځانګړي ډول د ساينس او ټکنالوژۍ له څانګو سره دې لا زیاتې مرستې وکړي.
په ياده کتنه کې د نصاب رياست کارپوه احمدالله صافي هم خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د خلکو پخوانۍ دوستۍ ته په اشارې سره يې سيد جمال الدين افغان د دواړو وروڼو هېوادونو د دوستۍ د سمبول په توګه ياد کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS