د مالیې وزارت محترم پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو له محترم معین سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۳۳
54

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غیر مالیاتي عوایدو رئیس محترم مولوي رحمت الله او ورسره مل پلاوي، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد هم حاضر و، د یاد وزارت د اسلامي زده‌کړو له معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل او دواړو خواوو د علاقې وړ مسایلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

لومړی، د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین د مالیې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: "موږ به په ګډه هڅه وکړو چې د اسلامي زده‌کړو معینیت پورې اړوند عایداتي فرصتونو ته په مؤثره او شفاف ډول پراختیا ورکړو، تر څو دا د هېواد د پرمختګ او د اسلامي زده‌کړو لا پیاوړتیا لپاره ګټور تمام شي."

ورپسې د مالیې وزارت د پلاوي مشر، د وزارت له مشرتابه چارواکو څخه د دوی د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ، د اسلامي زده‌کړو معینیت پورې اړوندو قېمت لرونکو اسنادو د معیاري کولو او د عوایدو د ضایع کېدو د ساحو پېژندلو په تړاو مهمو ټکو ته اشاره وکړه او د پوهنې محترم معین ته یې د عوایدو راټولولو په برخه کې د خپل اړوند وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د مناسبو پرېکړو په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS