له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت مرکز اړوند د ولي محمد شهيد لېسې څخه څارنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره يې د ليدنې او خبرو په ترڅ کې زياته کړه، چې غواړي، د یاد ولايت د ښوونځيو ستونزې وڅېړي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز، د یاد ولایت د چرخ ولسوالۍ د شاه خلوتي لېسې ادارې ته ۱۲ پایې کمپیوټرونه تسلیم او د ۳۰۰ زده کوونکو د ګټې اخیستنې په موخه یې، د یادې لېسې د کمپیوټر خونه فعاله کړه.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د مرکز اړوند ښوونځیو د ۲۱ تنو آمرینو او مدېرانو د کلنیو کړنو د ارزونې بهیر، د همدې ادارې د مسؤول پلاوي له لوري پیل شو. ټاکل شوې ده، چې یاد آمرین به د خپلو دندو سره سم، خپل کلني کاري راپورونه د یاد ریاست اداري پلاوي ته وړاندې کړي.
کابل
په دې وروستیو کې د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د پوهنې آمریت له لوري، یو شمېر آمرین او مدېران تازه و ټاکل شول او خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او ورسره مل پلاوي، د یاد ولايت کجکي ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې د ښوونځيو له مسئولينو او ديني علماوو سره په ليدنه کې، د پوهنې وزارت د احکامو او لارښوونو د تشرېح په موخه، د پوهنې د خصوصي بنسټونو د رسمي کېدو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي دپوهنې له مسئولینو سره د خصوصي دیني بنسټونو او د څلور نیم میاشتنیو آزموینو د څرنګوالي په تړاو، تفصیلي بحثونه وکړل.