له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Sun, Sep 10 2023 10:14 AM
12

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت مرکز اړوند د ولي محمد شهيد لېسې څخه څارنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره يې د ليدنې او خبرو په ترڅ کې زياته کړه، چې غواړي، د یاد ولايت د ښوونځيو ستونزې وڅېړي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز، د یاد ولایت د چرخ ولسوالۍ د شاه خلوتي لېسې ادارې ته ۱۲ پایې کمپیوټرونه تسلیم او د ۳۰۰ زده کوونکو د ګټې اخیستنې په موخه یې، د یادې لېسې د کمپیوټر خونه فعاله کړه.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د مرکز اړوند ښوونځیو د ۲۱ تنو آمرینو او مدېرانو د کلنیو کړنو د ارزونې بهیر، د همدې ادارې د مسؤول پلاوي له لوري پیل شو. ټاکل شوې ده، چې یاد آمرین به د خپلو دندو سره سم، خپل  کلني کاري راپورونه د یاد ریاست اداري پلاوي ته وړاندې کړي. 

کابل

په دې وروستیو کې د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د پوهنې آمریت له لوري،  یو شمېر آمرین او مدېران تازه و ټاکل شول او خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او ورسره مل پلاوي، د یاد ولايت کجکي ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې د ښوونځيو له مسئولينو او ديني علماوو سره په ليدنه کې، د پوهنې وزارت د احکامو او لارښوونو د تشرېح په موخه، د پوهنې د خصوصي بنسټونو د رسمي کېدو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي دپوهنې له مسئولینو سره د خصوصي دیني بنسټونو او د څلور نیم میاشتنیو آزموینو د څرنګوالي په تړاو، تفصیلي بحثونه وکړل.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS