دلومړي ځل لپاره په میدان وردګو کې الکترونیکي شهادتنامې په زده کوونکو وویشل شوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۲:۹
دلومړي ځل لپاره په میدان وردګو کې الکترونیکي شهادتنامې په زده کوونکو وویشل شوي

د پوهنې وزارت ـ میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت د پوهنې رياست لخوا د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره دولسم ټولګي فارغينو ته الکترونیکي شهادت نامې ورکړل شوې.
هغه غونډه چې په همدې تړاو جوړه شوي وه، د میدان وردګو والي دګر جنرال مظفرالدین یمین د پوهنې له رییس او ټولو مسؤلینو څخه د دوی د ښو کړنو او فعالیتونو په تړاو مننه وکړه، چې د پوهنې په ډګر کې یې له زده کوونکو سره په هر ډول حالاتو کې خپله مينه او اخلاص نه دی سپمولی اوفارغینو ته يي د دوي د فراغت مبارکي وويله.
همدارنګه د میدان وردګ ولایت د پوهنې رییس دوکتور محمد سعید منصور وويل: د برښنایي شهادت نامو ویاړ او ابتکار د هېواد په کچه د میدان وردګو پوهنې ریاست خپل کړ. هغه زیاته کړه: د برښنایي شهادت نامو ابتکار یې د کابل پوهنې ریاست کې ددندې په مهال پیل کړی و، چې تراوسه هلته بشپړ شوي ندی، د خوشالۍ ځای دی، چې برښنایي شهادت نامو وېش د هېواد په کچه میدان وردګو پوهنې ریاست کې بشپړ او په فارغو زده کوونکو باندې ووېشل شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

تهداب‌گذاری تعمیر جدید برای یک باب مکتب در ولایت غور

سنگ‌تهداب تعمیر جدید مکتب ابتدائیه «خاک‌یارک» در مربوطات ولسوالی دولینه ولایت غور با حضور مسوولان معارف، علماء، بزرگان‌قومی و اولیای شاگردان گذاشته شد. 
به‌گفتهٔ آمر معارف ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

افتتاح تعمیر جدید یک باب مکتب به هزینه ۶ میلیون افغانی در ولایت غزنی

تعمیر جدید مکتب شهدای حیدر در قریهٔ حیدر ولسوالی جاغوری ولایت غزنی، که به هزینهٔ حدود ۶ میلیون افغانی اعمار شده است، از سوی مسوولان معارف ولایت یاد شده به‌گونهٔ رسمی به بهره‌برداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

مساعدت ۳۰ پایه خیمه با یک باب مکتب در ولایت ننگرهار

از سوی یک نهاد همکار با معارف۰ برای مکتب متوسطهٔ بی‌بی مریم در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار، ۳۰ پایه خیمه به ارزش مجموعی ۲.۵ میلیون افغانی مساعدت شده است.
محترم شیخ‌ محمد شریف حلیمی،. . .

بازگشت به اخبار