'د ښوونځیو ماشومان باید رسمي غونډو کې د مېلمنو هرکلی ته ونه درول شي'

media-moe

سرچینه: بي بي سي پښتو
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي.

د دغې وزارت ویانده نوریه نزهت د دغې پرېکړې دلیل امنیتي ستونزې اوله درس څخه د زده کونکو پاتې کیدل ګڼي:

''په رسمي غونډو او د پوهنې وزیر په ګډون د چارواکو د هرکلي په مراسمو کې او دغه راز په ټاکنیزو کمپاینونو، لاریونونو او احتجاجي غونډو کې د ماشومانو ګډون په سختۍ سره ممنوع دی او لامل یې هم دا دی چې په دغسې غونډو کې د ګډون له کبله ماشومانو خپل درسونه پاتې کېږي او له خطر سره مخامخېږي. ''

نوموړې وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغه امر له پلي کولو سر غړونه وکړي.