د ۷۰ ميليون افغانيو په ارزښت په عبدالحی ګرديزي عالي لیسه کې د یوې عصري ودانۍ چارې پېل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۸:۲
د ۷۰ ميليون افغانيو په ارزښت په عبدالحی ګرديزي عالي لیسه کې د یوې عصري ودانۍ چارې پېل شوې

پوهنې وزارت پکتیا: د پکتيا والي شميم خان کټوازي لخوا د مرکز ګردېز په عبدالحی ګردېزي عالي ليسه کې د ۷۰ میلیون افغانيو په لګښت د يوې لویې او عصري ودانۍ جوړولو چارې پېل شوې. ياده ودانۍ په دريو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، چې ۴۰ درسي او اداري خونې، دری د کنفرانسونو او غونډو تالارونه او نور اړين ملحقات به ولري، چې چارې به یې د راتلونکو دوو کالونو په موده کې بشپړې شي.
د پوهنې رئیس وایي: "سږ به یواځینی کال وي چې مونږ به زیات شمیر ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل کړو، نه يواځې دا بلکې د زیات شمیر ودانیو پرانیستې به هم وکړو".

د دې تر څنګ پکتيا والي شميم خان کټوازي هم د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودنې په مراسمو کې وويل:
"یاده ودانۍ د ملي بودیجې څخه د ښار جوړونې وزارت له لوري په لوړ معیار او عصري ډول جوړیږي چې په جوړيدو سره به د عبدالحی ګردېزي عالي ليسې د زده کوونکو او ښوونکو ګڼې درسي او نورې ستونزې حل شي".

ښاغلي کټوازي د ودانۍ جوړونکي شرکت ته لارښوونه وکړه، چې د ودانۍ جوړښت، د ساختماني چارو کيفيت او کميت ته لازمه پاملرنه وکړي او هرڅه ژر تر ټاکل شوې مودې پورې د ودانۍ چارې بشپړې کړي.
د یادولو ده چې په دې مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په ګډون، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځی، د ښار جوړونې رئیس محمد رحیم افغان، د پوهنې رئیس کوچي ځاځي، د مخابراتو رئیس انجنیر عیدالله توتاخیل، قومي مشرانو اوځوانانو ګډون کړی وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

تهداب‌گذاری تعمیر جدید برای یک باب مکتب در ولایت غور

سنگ‌تهداب تعمیر جدید مکتب ابتدائیه «خاک‌یارک» در مربوطات ولسوالی دولینه ولایت غور با حضور مسوولان معارف، علماء، بزرگان‌قومی و اولیای شاگردان گذاشته شد. 
به‌گفتهٔ آمر معارف ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

افتتاح تعمیر جدید یک باب مکتب به هزینه ۶ میلیون افغانی در ولایت غزنی

تعمیر جدید مکتب شهدای حیدر در قریهٔ حیدر ولسوالی جاغوری ولایت غزنی، که به هزینهٔ حدود ۶ میلیون افغانی اعمار شده است، از سوی مسوولان معارف ولایت یاد شده به‌گونهٔ رسمی به بهره‌برداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

مساعدت ۳۰ پایه خیمه با یک باب مکتب در ولایت ننگرهار

از سوی یک نهاد همکار با معارف۰ برای مکتب متوسطهٔ بی‌بی مریم در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار، ۳۰ پایه خیمه به ارزش مجموعی ۲.۵ میلیون افغانی مساعدت شده است.
محترم شیخ‌ محمد شریف حلیمی،. . .

بازگشت به اخبار