پکتیا کې د سواد زده کړو کورسونو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
د پکتیا د پوهنې ریاست د سواد زده کړو د کورسونو لپاره ۳۷ تنه ښوونکو د ګومارنې لپاره ازموینه واخېسته.
د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی، دسواد زده کري مرستیال عبدالمجید رنجبر او د پوهنې یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
یاده ازموینه د پوهنې وزارت د سواد زده کړی معینیت د لارښوونې له مخې واخېستل شوه، چې پایلې به یې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې اعلان شي.
په دې ازموینه کې د ۶۰ تنو کسانو ګډون کړی وو،چې له ډلې به یې ۳۷ تنه د قرار دادي ښوونکو په توګه د سواد زکړي په کورسونو کې پر دنده وګومارل شي.
ددې تر څنګ په دې کې به ۵ تنه دیني علما هم وي چې د مساجدو له لارې به د سواد زده کړې چارې پر مخ وړي.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځی د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي.
