په کندهار کې د ۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
په کندهار کې د ۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو چارې پیل شوې

دکندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د اقرا برنامې په چوکاټ کي د (۷) بابو ښوونځیو د پاره د نویو ودانیو د بنسټ ډبري کښېښودل شوې .
هغه مراسم چي په همدې موخه په ارغنداب ولسوالۍ کي جوړ شوي وه د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب ترڅنګ د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون، د یو شمیر ملکي ادارو رئیسانو، د ولسي تړون د پروګرام استازو، د ارغنداب ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و. 
په هغه غونډه کې چي له همدې امله جوړه شوي وه د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل: یادي (۷) بابه ښوونځی به د ارغنداب ولسوالي د شا تورو، خانه ګرداب، ده سبز، حاجیانوکلا، وکیل کلا، چهارقلبه، سفلی او ارهډ په کلیو کي د ښار او ځمکو وزارت لخوا د اقرا برنامی په مالی مرسته جوړي شي چي له مخي به یې (۲۷۰۰) تنو ماشومانو ته سالم زده کړیز چاپیریال رامځته شي .
پیوستون د سیمي د مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړل ترڅو د یادو ساختمانی چارو څه د څارني ترڅنګ ورسره بشپړه همکاري وکړي او هم دي یې په ساتنه کي خپلي هڅي دریغ نکړي دغه راز یې د سیمي د مشرانوڅخه غوښتنه وکړل ترڅو خپل هغه ماشومان چي د زده کړي د لوی نعمت څخه بې برخي دي ښوونځیو ته واستوي .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

آغاز برنامه آموزشی برای شماری از معلمان در ولایت بامیان

برای ۱۴۵ تن از معلمان مکاتب در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان، برنامه آموزشی  ۱۲ روزهٔ تحت عنوان «ترویج آموزش و یادگیری مؤثر» آغاز گردید.
مسوولان محلی در آغاز این برنامه پیرامون اهمیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

مروری بر فعالیت‌های مهم ریاست دعوت و ارشاد وزارت معارف در هفته گذشته

گروه‌های نظارتی ریاست دعوت و ارشاد وزارت معارف در جریان هفته گذشته، از هسته مرکزی وزارت معارف، ریاست تألیف و ترجمه، ریاست پلان و پالیسی، حوزه‌های تعلیمی دوم و هفتم و دو لیسه عالی ام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

کتاب «یتیم‌پروری» معین مالی و اداری وزارت معارف به زبان دری ترجمه شد

کتاب «یتیم‌پروری» نوشته محترم الحاج مولوی صبغت‌الله وصیل، معین مالی و اداری وزارت معارف، که سه سال پیش به چاپ رسیده بود، از سوی فضل‌الله نیازی به زبان دری ترجمه شد. 
این کتاب تحت عنوان. . .

بازگشت به اخبار