بدخشان ولایت کې د ۶۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانیزې چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهداء ولسوالۍ اړوند د کهساري لومړني ښوونځي جوړولو چارې، د پوهنې سیمه ییزو چارواکو، دیني علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې پیل شوې.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د ځایی اوسېدونکو او د پوهنې شوراګانو په مرسته د ۶۵۲ زره۲۰۰ افغانیو په ټولیز لګښت په یو جرېب ځمکه کې جوړېږي، ۸ درسي خونې او نور اړین ملحقات به ولري.
د پوهنې وزارت د پوهنې په پراختیا کې د سیمه ییزو شوراګانو همکاري او د خلکو مالي ملاتړ ارزښتناک بولي او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنیز سیسټم په دوامداره پیاوړتیا کې په فعاله توګه ونډه واخلي.