د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول
د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په ششقلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول، چې شاوخوا ۱۵۰ تنو زدهکوونکو ته یې د خوندي تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو سره د زدهکړې زمینه برابره کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د محمد آغه ولسوالۍ زاهدآباد کلي خلکو په مالي مرسته په همدغه ولسوالۍ کې یو ښوونځی ترمیم او بیاځلې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
