د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۰:۴۴
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د دغه ولایت له پنځوس تنو دیني عالمانو سره یو ځای د خصوصي مدارسو د ستونزو د اورېدو په هدف د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره وکتل.
 د بلخ ولایت د پوهنې رئیس او علماوو د دیني بنسټونو د ستونزو د حل په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د دغه ولایت له والي سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه. د بلخ والي د ښوونځيو د ستونزو د حل په برخه کې د پوهنې رياست د هڅو د ستاينې ترڅنګ د هراړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
د زارع ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پلانونو د سم تطبیق په موخه د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ترسره شوه او پر لازمو مسایلو خبرې وشوې.

په مزارشریف ښار د باختر لیسه په انګړ کې د امارت اسلامي له مجاهدينو څخه د پوهنې رياست او د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې واخيستل شوه.
 پلاوي په ازموینه کې د عدالت او شفافیت د ډاډ په ترڅ کې وویل؛ دې ازموينې ته ټولټال ۲۴۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې له دې جملې څخه له ۱۸۰۰ تنو څخه ازموينه واخيسته، چې بريالي شوي کسان به د شپې او ورځې د لېسو په يوولسم او دولسم ټولګيو کې جذب شي.

د شورتپې ولسوالۍ د پوهنې آمر د عثمانیه مدرسې له درسونو څخه لیدنه وکړه او ښوونکو ته یې د زده کوونکو د تدریسي بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 نوموړي همدا راز د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره هم وکتل او د ښوونځیو د اداري او تدریسي فعالیتونو په باب یې ورسره خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۳۱
Background image

تهداب گذاری یک باب مدرسه در مربوطات ولایت قندهار

سنگ بنای یک باب مدرسه دینی (جامعة الاسلامیه) و یک محراب مسجد به ارزش ۱۸ میلیون و ۷۰۰ هزار افغانی در ولسوالی میوند ولایت قندهار با حضور مسئولین معارف، علمای کرام، مدرسین و بزرگان آن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
Background image

بازسازی دو باب مکتب در مربوطات ولایت بادغیس

وزارت معارف کار ترمیم لیسه مرکزی ولسوالی بالامرغاب و متوسطه آبگرمک ولسوالی غورماچ ولایت بادغیس را به هزینه ۲۸ ميليون و ۶۲ هزار و ۸۰ افغانی آغاز نمود.

مصارف این پروژه ها که از بودیجه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۲۸
Background image

سفر کاری وزیر محترم معارف به ولایت میدان وردگ

محترم الحاج مولوی حبیب الله آغا وزیر معارف طی سفر کاری خویش به ولایت میدان وردگ از ریاست معارف آن ولایت دیدار و با منسوبان آن ریاست از نزدیک ملاقات کرد.

موصوف در این دیدار گزارش کوتاهی. . .

بازگشت به اخبار