د لغمان د ښوونځیو مسوولینو ته د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۲:۵۳
د لغمان د ښوونځیو مسوولینو ته د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند د څارنې غړو او د يو شمېر ښوونځيو امرينو ته د کانکور د فورمو په تخنيکي او مسلکي پروسيجر له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو په موخه روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه د کانکور په تړاو د کانکور د امتحاناتو د ملي ادارې له لوري، چې موخه یې د کانکور د راتلونکي ازموینې له اصلي بهیر سره د زده کوونکو بلدول او چمتو کول دي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حميدي پر یادې روزنې خوښي وښودله او دا یې د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو ښه طریقه یاده کړه.
وروسته د کانکور د ملي اداری د دووتنو ادارای پلاوي هريو شمس الرحمن شمس او د پوهنتون استاذ ښاغلي پوهنمل امام الدين ابراهيمي له لوري روزنيز ټرنينګ ورکړل شو .
په یاده روزنه کې د پوهني رياست ځينو کارکوونکو په ګډون د ښوونځیو مسوولينو او سر ښوونکو ته د کانکور ازموینې د پروسې په اړه اړینې لارښوونې او معلومات ورکړل شول.
د يادولو وړده، چې ډېر ژر به د روزل شویو مدیرانو او سرښوونکو له خوا د کانکور ازموینې ګډونوالو ته د کانکور د آمادګۍ پروګرامونه په لاره واچول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

برگزاری سيمنار آموزشی برای ۵۷ تن مسئولان مکاتب در ولایت دایکندی

سيمینار یک روزه تحت عنوان «رهنمود اجراآت ارزیابی، پلان‌گذاری و گزارش نویسی» برای ۵۷ تن کارمندان اعضای علمی، آمرین و مدیران اداری مکاتب ولسوالی کجران ولایت دایکندی، با حضور مسئولین معارف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

ترمیم یک باب مکتب در ولایت سرپل

یک باب مکتب در یکی از مناطق دوردست ولسوالی البدر ولایت سرپل با هزینه ۹۵۲ هزار و ۸۲ افغانی از سوی وزارت معارف ترمیم و بازسازی گردید.
این مکتب که پیش از این به‌دلیل فرسودگی ساختمان، کمبود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

وقف زمین برای اعمار یک باب مکتب در ولایت نورستان

باشندگان معارف‌دوست قریه باندول ولسوالی مندول ولایت نورستان، به هدف رشد و تقویت تعلیم، از دارایی های شخصی شان بیش از ۱.۳ میلیون افغانی را به معارف آن ولایت پرداخت کرده و یک جریب زمین را. . .

بازگشت به اخبار