په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه
د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
پوهنې رئیس له یادې پروژې څخه د کتنې پرمهال، د کار په سرعت او کیفیت ټینګار وکړ او د قراردادي شرکت له چارواکو یې وغوښتل چې ټولې چارې د پوهنې ریاست سره په بشپړه همغږۍ او د قرارداد سره سمې پلې کړي.
په ورته وخت کې، د قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي دا پروژه په خپل وخت او غوره کیفیت سره بشپړه کړي. د دوی په وینا، د دې پروژې کار تر اوسه پورې ۲۰ سلنه پرمخ تللی دی.
د یادونې وړ ده چې د فیروزکوه ښار د سید آباد ښوونځي ودانۍ په دوه پوړونو کې د ۱۲ درسي ټولګیو، اداري خونې او لابراتوار سره د یو ملګري سازمان په مالي ملاتړ سره د ۲۹۵ زره ډالرو په ټولیز لګښت په بشپړ او اساسي ډول جوړېږي.
