بدخشان ولایت کې ۲ بابه لېسې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بیاورغول شوې
د بدخشان ولایت شهداء ولسوالۍ اړوند د بناتالمسلمین لېسې ترمیم پروژه او د خاش ولسوالۍ د سرلوله لېسې ودانۍ د یو نیم مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت بیاورغول شوه.
له دغې جملې څخه د بناتالمسلمین لېسې ودانۍ د ۶۱۲ زره ۴۶۱ افغانیو په لګښت او د سرلوله لېسې ودانۍ د ۷۴۷ زره۵۷۳ افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه بیاځلې ورغول شوه او دغه پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د یادو ولسوالیو خلکو ته د دغو دوو پروژو بشپړېدو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې د نورو تعلیمي اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.
