د ا.ا.ا. د نظامي اصلاحاتو کمېسیون مسئول د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو له معین سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۵۵
45

د افغانستان اسلامي ا/مارت د نظامي اصلاحاتو کمیسیون مسئول مولوي عبدالرحمن منیر، د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل.

په یاده کتنه کې، مولوي عبدالرحمن منیر د مدارسو او دارالحفاظونو د رول په اړه د بحث په ترڅ کې، یاد مرکزونه د اسلام مقدس دین بنسټ وباله او زیاته یې کړه: "د اسلامي ټولنې بنسټیز جوړښت له همدغو مرکزونو څخه پیل کېږي."

له بلې خوا، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د هېواد د نظامي اصلاحاتو کمېسیون رئیس ته ښه راغلاست ووایه، د مدارسو او دارالحفاظونو په اړه یې مسلکي معلومات وړاندې او یاد کمېسیون ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

BACK TO NEWS