د افغانستان.ا.ا. بریا په مناسبت په مرکز او ولایتونو کې شاندراه مراسم ترسره شول

د مرکز او ولایتونو د تعلیمي ادارو لخوا د لویو او شانداره غونډو په ترڅ کې، د پوهنیزو ادارو د رئیسانو، ښوونکو، استادانو، زدهکوونکو، د سیمه ییزو ادارو د چارواکو، د علماوو شورا د محترمو غړو، بانفوذه شخصیتونو او د اړوندو ولایتونو د خلکو د استازو په حضور کې، د زمري د ۲۴مې ورځې په مناسبت د افغانستان.ا.ا. د بریا ورځ ونمانځل شوه.
غونډې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې او ورپسې د پوهنې ادارو رئیسانو، چارواکو او نورو ویناوالو، هر یو په خپل نوبت سره د اشغالګرو او لویو نړیوالو زبرځواکونو په وړاندې دافغان مسلمان ملت او د م.جاهدینو د مبارزې مرکزيت په اړه خبرې وکړې، د باطل په وړاندې د حق په جګړه کې یې د افغانستان.ا.ا. د م.جاهدینو سرښندنې، د افغان ملت او ځوانانو زړورتیا یې وستایله او د آزادۍ د لارې د شهیدانو پاکو روحونو ته یې دعاء وکړه.
همدارنګه د ذکر شویو ولایتونو د تعلیمي مرکزونو د زدهکوونکو د ترانو ټیمونو هم د چارواکو د ویناوو په منځ کې د اسلامي ا.مارت م.جاهدینو د زړورتیا او شجاعت په ستاینه کې خپلې ترانې وویلې، چې د ګډونوالو لخوا یې تود هرکلی وشو.
د خلکو استازو په خپلو ویناوو کې د افغانستان.ا ا. په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د پلانونو او پروګرامونو یادونه هم وکړه چې د هېواد په کچه د ماشومانو لپاره یې د زدهکړو ساحه پراخه کړې او له هغو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.