د افغانستان د ۳۰ ولایتونو اوسیدونکو د پوهنې وزارت سره د ۷۰۰ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو مرسته کړې ده

د افغانستان د ۳۰ ولایتونو (خوست، دایکندي، کاپیسا، وردګ، سرپل، بامیان، پنجشیر، سمنګان، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات، پکتیا، غزني، فراه، لغمان، کنر، ننګرهار، پروان، فاریاب، بغلان، زابل، تخار، بدخشان، پکتیکا او د کابل ښار او ولایت) اوسیدونکو په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې ۷۷۱ میلیونه ۳۲۷ زره او ۵۱۰ افغانۍ د ښوونې او روزنې سره مرسته کړي.
دا مرستې د ۳۴۲۸۹۷۱۰۰ افغانیو په ارزښت د ۷۱۳.۲۵۵ جریبه ځمکو ، د ۲۱۰ درسي ټولګیو جوړولو، د ۸ بابه ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړولو، د ۳۸۸۷ پایو میزونو او څوکیانو رغولو، د ښوونځيو لپاره د ۴۶۲ زره او ۳۵۶ پایو میزونو او څوکیانو مرستو، د درسي ټولګیو رنګ کولو، د ښوونځيو لپاره د لابراتواري موادو چمتو کولو، د درسي کتابونو برابرولو او د ښوونځيو ټولو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې مرستې شوي دي.
ولسي مرستې د ښوونځيو شوراګانو له لوري چې په هغو کې (د ښوونیزو مؤسسو ښوونکي، د زده کوونکو مور او پلار، د جوماتونو ملا امامان، د سیمه ایزو شوراګانو غړي، ځایي مشران، د ښوونې او روزنې ملګري او خیریه کسان) شتون لري راټولې شوي او د هغوي د څارنې لاندې کارول کیږي.
له بلې خوا په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د ښوونځيو شوراګانو غړو، د هیواد ۸۴۴۴ تنو ښاریانو ته د نجونو ښوونې او روزنې اهمیت په اړه د پوهاوې پروګرامونه په لاره اچولي او پلي کړي دي.
د ښوونځيو شوراګانې د میاشتنيو منظمو غونډو په تر سره کولو سره د زده کوونکو اولیاوو، ښوونکو او د سیمې اوسیدونکو د فعاله ونډې اخیستنې په موخه د ښوونې او روزنې په مختلفو مرحلو کې د ښوونیزو او روزنېزو ستونزو حل کولو، د ښوونې او روزنې کیفیت ښه والي، د ښوونیزو مؤسسو چارواکو ترمینځ د اړیکو ټینګولو، د پوهنې حالت ښه والي، په ټولنه کې د زده کړو لرونکي کس د رول په اړه د پوهاوي ورکړې، د زده کوونکو او د ښوونیزو مؤسسو چارواکو لپاره د امن او خوندي چاپیریال رامینځ ته کولو او په ښوونیزو مؤسسو کې د ګټورو او پراختیایي پروګرامونو د طرحو او پلي کولو په موخه فعالیت کوي.
اوسمهال ۱۳۹۹۹ بابه ښوونځي شوراګانې لري او په پام کې ده چي د هیواد په ټولو ښوونځيو کې شوراګانې جوړې شي.
پوهنې وزارت ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې څخه د ملاتړ کال او ورپسې د ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۹ لمريز کلونو پورې د پوهنې لسیزې په نوم نومولې چې د افغانستان ولسمشر له لوري هم تایيد شوی دۍ.
پوهنې وزارت ژمن دۍ چې د پوهنې لسیزه به د هیواد په سطحه د ښوونې او روزنې د ستونزو د پای لسیزه اوسي.
پوهنې وزارت له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې په هیواد کې د ښوونې او روزنې پياوړتیا لپاره د پوهنې په لسیزه کې ونډه واخلي او د ښوونځي څخه پاتې ماشومانو د شمولیت، د ښوونځيو څخه د ساتنې او څارنې، د ښوونکو د تدریس او د زده کوونکو د حاضري څخه د څارنې په برخو کې هر اړخیزه مرسته وکړي.