د انعکاس تلویزیون له لارې به د درسونو د خپریدو لړۍ د وري له پنځمې د سی شنبې په ورځ پېل شي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۹:۲۱
د انعکاس تلویزیون له لارې به د درسونو د خپریدو لړۍ د وري له پنځمې د سی شنبې په ورځ پېل شي

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د انعکاس رسنیز مرکز د ریس انجنیر زلمي سره د ګډې همکاری د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسموکې چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او د عامې روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دوراني هم شتون درلود وویل وروسته له هغې چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پوهنې وزارت په ټول هیواد کې د یوې میاشتې لپاره د ښوونځیو د تړلو حکم وکړ پوهنې ریاست په یو نوښتیز اقدام کې د انعکاس تلویزیون له مشرتابه هیله وکړه چې د تلویزیون له لارې د درسونو په خپرولو کې مرسته وکړي د پوهنې ریس د انعکاس تلویزیون له ریس او مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې غوښتنه یې ومنله او په اونۍ کې شپږ ورځې یې هره ورځ پنځوس دقیقې دغو درسونو خپرولو ته ځانګړې کړې. پوهنې ریس وویل له دې درسونو پر ننګرهار سربیره د کونړ او لغمان ولایتونو زده کوونکي هم ګټه اخیستلاې شي. د انعکاس تلویزیون ریس پوهنیار انجنیر زلمي وویل د کرونا پر وړاندی مبارزه ملي بڼه لري او ښوونځي هم د همدې ملې مبارزې په لړ کې تړل شوي او دا د هر افغان مسولیت دی چې په دې ملي مبارزه کې ونډه واخلي. نوموړي وویل که نورې رسنی د دې درسونو خپرولو ته چمتو وي دوی حاضر دي چي چمتو شوي مواد دهغوی په واک کې ورکړي. د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل د دواړو ادارو د دې نوښت له امله مننه وکړه او پر کورنیو یې غږ وکړ چې خپلو اولادونه وهڅوي چې په کورونو کې پاتې شي او دا درسونه تعقیب کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریسي، اداری او خدماتي څانګو د ټولو کارکوونکو د وري د میاشتې معاشونه د رخصتیو په موده کې ورکول کیږي

پوهنې وزارت ـ کابل: د کابل ښار، کابل ولایت او هرات ولایت په ګډون د ټولو ولایتونو د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې د رخصتیو مودې معاشونه د ورکړې وړ دي.
پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو روغتیایي معاینه ترسره او په کاري دفترونو باندې د مکروب ضد درمل وپاشل شول

پوهنې وزارت_کابل:د پوهنې وزارت مشرتابه په لارښوونه او د کارکوونکو سلامتي او روغتیا ساتنې او د کووید-۱۹ وژونکي ناروغۍ د خپریدو او مخنیوي په موخه نن سهار د پوهنې وزارت کارکوونکي د یاد. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۹:۲۱
Background image

د انعکاس تلویزیون له لارې به د درسونو د خپریدو لړۍ د وري له پنځمې د سی شنبې په ورځ پېل شي

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د انعکاس رسنیز مرکز د ریس انجنیر زلمي سره د ګډې همکاری د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسموکې چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او. . .

BACK TO NEWS