د دایکنډي د ښونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د احصائیې مسلکي سیمینار پیل شو

د دایکنډي ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو ۴۷۶ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیستل شو.
یاد پروګرام د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې د رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني له لوري د دغه ولایت د پوهنې رئیس په حضور کې پیل شو.
په پیل کې د دایکندي ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ، د پوهنې مسئولینو او د کیفیت تضمین مدیریت د کارکوونکو وړتیا لوړولو لپاره د دغه مسلکي سیمینار د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل تر څو د یاد سیمینار له محتوی څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس وویل: که وغواړو، چې یوه منظمه او رڼه اداره ولرو او د پوهنې بودیجې څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړو؛ نو اړینه ده چې دقیق ارقام او احصائیې له ځان سره ولرو.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، یاد پروګرام په عین وخت کې د دایکنډي ولایت په ټولو ولسوالیو کې پیلېږي.