د رخصتیو دورې په موده کې د تدریسي بدیلو طرحو وړاندې کولو او د کرونا ویروس د خپریدو څخه د مخنیوي کاري کمیټې په کار پیل وکړ

پوهنې وزارت_کابل: د کرونا ویروس د خپرویدو پروړاندې د مخنیوي په موخه پوهنې وزارت د کاري فضا د پاک ساتلو او په ښوونیزو مرکزونو کې د رخصتیو جبران او د بدیلو طرحو وړاندې کولو لپاره د (اداري کمیټې او تدریسي کمیټې) ترنامه لاندې د پوهنې وزارت لوړ رتبه مسؤلینو او د خصوصي ښوونځيو اتحاديو استازو له ترکیب څخه تخنیکي کمیټې ګمارلې دي.
دا کمیټې مسؤلیت لري چې په ښوونیزو مرکزونو کې د رخصتیو دورې د جبران لپاره د بدیلو طرحو وړاندې کولو؛
په ادارو کې د تجمعاتو څخه مخنیوۍ؛
په ادارو کې د مراجعینو د بیروبار څخه د مخنیوي لپاره د مناسب میکانیزم پیدا کول؛
د ادارو د پاک ساتلو لپاره د اقداماتو ترسره کول؛
د نویو شاملیدونکو زده کوونکو د جذب د وخت لپاره پریکړه نیول؛
د خصوصي ښوونځيو زده کوونکو څخه د فیس اخیستلو څرنګوالۍ؛
د کرونا ویروس ناروغۍ د خپریدو مخنیوي او د درملنې به برخه کې خبرتیا خپرول؛
د منظمو جلسو په جوړولو سره به مناسب میکانیزمونه وړاندې او د مرکز او ولایتونو په کچه به یې پلي کړي.