د سروبي ولسوالۍ د دیني مدرسو او سیمه ایزو ټولګیو څخه نظارت تر سره شو

د پوهنې وزارت_سروبي: د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له دیني مدرسې، د ذکورو او نجونو له بېلابېلو لیسو او د CBE سیمیزو ټولګیو څخه نظارت او لیدنه وشوه.
په دې سفر کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست رییس سید عزیز احمد هاشمي او د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسئولینو سربېره د سروبي محترم ولسوال، د محلي او انکشافي شورا مسولینو، قومي مشرانو، د غیردولتي مؤسساتو استازو او د ځوانانو شورا بېلابېلو استازو ګډون درلود. د پوهنې رییس د یادې مدرسې او ښوونځیو زده کوونکي د لازیاتو زده کړو لپاره تشویق او وهڅول او یادو ټولګیو زده کوونکو ته یی قرطاسیه هم توزیع کړل.
همدارنګه د دې ولسوالۍ د مدرسې لپاره د مناسبې ځمکې د پیدا کولو په اړه د سروبي ولسوال، د پوهنې آمریت مسئولینو او قومي مشرانو ژمنه وکړه
همدارنګه د پوهنې رییس زیاته کړه چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره به د دې سیمې د خلکو په همکارۍ هلې ځلې وکړي.