د لغمان د لسو ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د لغمان ښاري حوزې اړوند د لسو ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ جوړې شوې.
د یاد ولایت د پوهنې ریيس عبدالله حمیدی د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو جوړول د هغوی د ذهني ودې لپاره خورا ګټور وبلل او یادونه یې وکړه، چې د دغو سیالیو لړۍ به د لغمان نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.
د هغه په وینا له دې کار سره به له یو لوري تکړه زده کوونکو تشویق شي او له بل لوري به نور ټول زده کوونکي وهڅول شي، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي.
د ښاغلي حمیدی په وینا، چې ددې ولایت په ښوونځيو کې د درسي کیفیت لوړېدو ته جدي پام کوي او هڅې یې دادي، چې ټولو زده کوونکو ته په متوازن ډول ښوونیز خدمتونه ورسوي.
د سیالۍ ګډون کوونکو زده کوونکو ته د ښاري حوزې د څارنې آمر مولوي عبدالمتين مبشر لخوا د تخنیکي اړخه د لازمولارښوونو ، وروسته د ازموينې لړۍ پيل شوه چې پايلې به یې څه موده وروسته اعلان شي.