د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د ښوونځي نوي ټولګي پرانیستل شول

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار په الیشنګ ښوونځي کې ۸ بابه نوي ټولګي جوړ او د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له لوري د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست مسئولینو، ښوونکو او یو شمېر علماوو هم حضور درلود.
د یاد ولايت پوهنې رئيس په وينا، د پورتنيو درسي ټولګيو پر جوړولو ټولټال ۳ مېليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د همدغه ولایت د معارف دوسته خلکو له لوري ورکړل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د لغمان ولایت علم پروره ولس له مرستو مننه کوي.