د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

*جوزجان:
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د پوهنې له بودجې څخه ۱۱۰۰ پایې مېزونه - څوکۍ ترمیم او د یاد ولایت پر ښوونځیو یې ووېشل.
د جوزجان پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله وايي، د راتلونکي ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل څخه به د همدغه ولایت په ښوونځیو کې د مېزونو - څوکیو د کمښت ۶۰ سلنه ستونزې هوارې شي.
- پروان:
د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ ۶۹ تنو مدیرانو او سرښوونکو ته «د اغېزمنې زده کړې او ترویج د ودې» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
- لغمان:
په لغمان ولایت کې یو شمېر ښوونکو ته د حفظ الصحې او د کولمو چینجیو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.