د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

بلخ
د بلخ ولايت پوهنې رياست وايي، چې د پوهنې مینه والو، ملي سوداګرو او د ښوونځيو د شوراګانو له خوا یې ٤٦٧ زره افغانۍ راټولې کړې دي او په ترڅ کې یې د ښوونیزو بنسټونو په بیارغونه، د مېزونو- څوکيو په ترميمولو، د څښاک پاکو اوبو څاګانو په کیندلو او نورو اړینو ملقاتو جوړولو کې ترې ګټه اخيستې ده.
لوګر
د عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) او د بي بي سپوږمۍ احمدزۍ خیریه بنسټ په مالي مرسته، د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د دشت بهاري ښوونځي لپاره د پاکو اوبو د یو حلقه څاه د کیندلو چارې پیل شوې.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت نوزاد ولسوالۍ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې آمریت له کړنو د کتنې ترڅنګ، د سیمه ییزو ټولګیو د ۴۰۰ تنو ښوونکو له رقابتي آزموینې څخه لیدنه وکړه.
ارزګان
د ارزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي د یاد ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د یو شمېر دیني مدارسو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
سرپل
د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د یاد ولايت د سانچارک او بلخاب ولسواليو د پوهنې له مسئولينو او ديني علماوو سره په کتنه کې، د پوهنې د پراختيا او لاښه والي په باب خبرې وکړې.