د پوهنې وزارت د تحقیقاتو او معیاري آزموینو ریاستونو د کارکوونکو لپاره سیمینار پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۴:۱۵
16

د پوهنې وزارت د تحقیقاتو او معیاري آزموینو ریاستونو د کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي له لوري روزنیز سیمینار پرانیستل شو.

یاد سیمینار د ۲۴ تنو کارکوونکو لپاره جوړ شوی، چې ۶ ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست د روزونکو له خوا، د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه لکه: د کارکوونکو د ښه چلند اصول، اداره او مدیریت، پلان جوړونه او د کارکوونکو د کاري اجراآتو د ارزونې راپور ورکولو د کړنلارې په اړه معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS