د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی اروزګان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۲
124

د پوهنې وزارت د دعوت ارشاد ریاست پلاوی سویلي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، اروزګان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده"کامران" او د یو شمېر کلیدي څانګو له مسئولینو سره وکتل. 
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د اروزګان ولایت پوهنې رياست مسئولینو سره په کتنه کې، د دعوت او ارشاد د نصاب پر تدریس د ټینګار ترڅنګ، د کارکوونکو او منسوبینو د صورت او سیرت په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
همدارنګه په پلان کې ده چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی به د یاد ولایت د ولسوالیو پوهنې آمریتونو له کارکوونکو سره د کتنې سربېره، د خصوصي تعلیمي مرکزونو او ښوونځیو څخه څارنه ترسره او ورته علمي ویناوې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS