د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو علمي غړو لپاره ۲ ورځنی سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت علمي شوراء ریاست لخوا "د تقنیني اسنادو طی مراحل او تسوید" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی علمي سیمینار، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو اړوندو ۱۰۰ تنو علمي غړو لپاره، د پوهنې مسئولینو او یو شمېر مرکزي رئیسانو په ګډون د ساینس مرکز ریاست تالار کې پرانیستل شو.
د پوهنې وزارت علمي شوراء د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په خبره، د دغه سیمینار اساسي موخه، د تقنیني اسنادو طی مراحل او د نویو حقوقي قوانینو د تسوید په تړاو د علمي غړو خبرول دي، تر څو هغوی وکولی شي یاد قوانین په اړوندو ادارو کې پلي کړي.