د پوهنې وزارت د پراختيايي کارکوونکو د مسلکي وړتياوو لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۲۷
123

د پوهنې وزارت د پراختیایي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ، د پوهنې وزارت د بېلابېلو څانګو د مسئولينو او کارپوهانو له لوري د پرېزنټېشنونو او علمي بحثونو وړاندې کولو وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق د خپلو خبرو پر مهال، د ښوونې او روزنې په برخه کې د کيفيت پر لوړوالي ټينګار وکړ.
نوموړي په هېواد کې راغلی سرتاسري امنيت يو الهي نعمت وباله او څرګنده يې کړه، چې له دې لاس ته راغلي فرصت څخه بايد د پوهنې نظام لاښه والي په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړو.
د ورکشاپ په دوو ورځو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې، اسلامي زده کړو، د کیفیت تضمین، سرچينو او ادارې معينتونو کارپوهانو، هر يوه د خپلې موضوع اړوند پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د ورکشاپ د ګډون والو پوښتنو ته يې لازم ځوابونه ورکړل.
په پایله کې، د ورکشاپ پايلې او لاس ته راوړنې د ګډون والو د ځانګړې پاملرنې او علاقې وړ وګرځېدلې او په راتلونکي کې يې د دا ډول غونډو د دوام غوښتنه وکړه.
ياد ورکشاپ د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره سیمینارونه جوړ شول

پوهنې وزارت لخوا، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د نورستان، پکتیا، فاریاب، خوست، دایکنډي او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صنفي اصولو له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو مسلکي مهارتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار له بلخ ولایت څخه لیدنه وکړه 

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث‌الدین آغا د یو شمېر کلتوري چارو تطبیق په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مفتي محمد شریف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار اوسېدونکو لخوا د ۱۹ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت، یو پایه پرنټر د رباط کډوالو عالي لېسې ته وپېرل شو.

غزني
د غزني ولایت د ۹ ولسوالیو د ښوونځيو د ژمنیو. . .

BACK TO NEWS