د پوهنې وزارت سرپرستې د بریټانیا د ښوونې فرهنګي مرکز له مشرتابه سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
بانو رنگینه حمیدی سرپرست وزارت معارف با مسوولین مرکز آموزشي و فرهنگی بریتانیا دیدار نمود.

د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي له ښاغلي جیم بوس سره وکتل، په دې کتنه کې میرمن حمیدي د پوهنې په برخه کې د بریټانیا د ښوونیز مرکز له مرستو د مننې ترڅنګ د دې وزارت د اصلاحي برنامو، ریفورم او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.

میرمن حمیدي د پوهنې وزارت لیدلوري، پالیسي او سټراتیژي په اړه د معلوماتو ترڅنګ د نویو ګډو برنامو په پلي کولو کې د لا همکاري او همغږۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي جیم وویل د بریټانیا ښوونیز مرکز به د تېر په څېر د افغانستان د پوهنيز نظام څخه ملاتړ کوي او له دې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول د انګلیسي ژبې د تدریس په برخه کې به ښوونکو ته د فرصتونو برابرولو او پراخولو په تړاو خپلې برنامې لا بډایه کړي.

دواړو لوریو د راتلونکو پلانونو او اهدافو د انسجام په موخه د نورو ناستو په تړاو هم نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د دعوت او ارشاد مسئولینو د کابل ښار پنځلسمې ناحیې اړوند د ۷ بابه خصوصي تعلیمي مرکزونو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست ته ۷ جرېبه ځمکه وقف شوه

د هرات ولایت پوهنې مینه والو په تېرو دوو میاشتو کې پوهنې ریاست ته د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت څه د پاسه۷ جرېبه ځمکه وقف کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د پوهنې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
Background image

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو اړوند ګډې ازموینې په تړاو، د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې ټاکل شوې ده، چې په ولایتونو کې د جهادي او دارالهجرت په شمول د ټولو مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه دورو ازموینې په لاندې ډول سره پلې شي:
۱ د ۱۴۴۷ هـ.ق کال. . .

BACK TO NEWS