د پوهنې په برخه کې د عامو خلکو د مرستو په اړه څو مهم خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۴۶
sdfgh
لوګر:
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د هوني سیدان کلي اوسېدونکو د عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) مدرسې د پخلنځي د تجهیز په موخه ۴۰ زره افغانۍ مرسته وکړه.
یاده مدرسه په ۱۳۶۱ لمریز کال کې تاسیس شوی، چې اوسمهال ۱۷۰ تنه طالب العلمان پکې زده کړې کوي.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د آله ساى ولسوالۍ يو شمېر بااحساسه ځوانانو د شهيد حيات الله لېسې لپاره د ۲۵ زره افغانيو په ارزښت سپين درسي تختې او فرشونه وپېرل.
میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي استاد نصرت الله مایار له خوا د ۷ زره افغانیو په لګښت، د کوز کوډۍ عالي لېسې کړکۍ ترمیم او ښیښې یې نصب شوې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس د پکتیکا ولایت له ودانیزو پروژو څخه ارزونه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع‌الحق حماس په مشرۍ د یاد وزارت تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د تعلیمي ودانیو جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست له لوري د هلمند ولایت د ۱۸ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

رسنیزبلنلیک

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست په پام کې لري، چې د یاد وزارت رهبري پلاوي، استادانو او لوړپوړو مېلمنو په حضور کې، د درې ورځو لپاره د کابل ښار، کابل ولایت او د ټول هېواد د ښوونځيو زده. . .

BACK TO NEWS