د پکتیا ولایت د مدارسو ط.لابو ته خوراکي مواد ووېشل شول
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۴ بابه دیني مدارسو ته ۴۰۰ د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې، چې ټولټال ۲۹۵۱ تنه ط.لاب پکې شامل دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د وېش په پروسه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې کڅوړو کې شپږ قلمه خوراکي توکي لکه؛ اوړه، وريجې، غوړي، بوره، نخود او لوبیا شامل دي.
نوموړي له خلکو او نورو همکارو ادارو وغوښتل چې د هېواد د تعلیمي سیسټم په پیاوړتیا او ښه والي کې لا زیاته مرسته وکړي.
