د پکتیکا ولایت الجهاد عالي لېسې ته مېزونو او څوکۍ ووېشل شوې
د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د یاد ولایت مرکز اړوند الجهاد عالي لېسې ته یې د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت ۱۴۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشلي دي.
نوموړي زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې د زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال او د زده کړې توکي چمتو کړو."
