زابل ولايت کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د خواجکو ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې مسوولینو لخوا د سيمې قومي مشرانو، استادانو او زده کوونکو په ګډون سره پرانستل شوه.
د نوموړي ښوونځي تعمير په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړ کې د اقرأ پروژې له لوري د ۶،۸ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوى، چې ۱۰ ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړينې آسانتياوې لري.
د دې ودانۍ په جوړيدو سره ۴۰۰ زده كوونكو ته د تعليم خوندي چاپيريال برابر شو.
د زابل ولایت پوهنې رئيس نصرالله زاهد د زده کوونکو له کورنيو وغوښتل چې خپل ماشو مان د سالمې روزنې او تعليم په موخه ښوونځیو ته وليږي.
