له مرکز او لایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۱:۴۰
خلاصه چند خبری کوتاه از فعالیت های ریاست های معارف مرکز و ولایات

کابل:
د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د دغې ولسوالۍ له ولسوال الحاج قاري علي محمد مجاهد سره د یادې ولسوالۍ د ښوونیزو بنسټونو او کورسونو له مسوولینو سره وکتل. او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې ورسره خبرې وکړې.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د HHRD د ولایتي موسسې لخوا وستایل شو.
همدارنګه د يادې ادارې مسوولينو د لغمان ولايت د پوهنې رياست د مديريت دوه کارکوونکي، د پلان جوړونې د مديريت دوه کارکوونکي، د نشراتو یو کارکوونکی او د دې ولایت د دوو ښوونځيو آمرینو ته د لغمان ولايت پر اړمنو زده کوونکو د ښوونځيو د توکو او خوراکي توکو د وېش په برخه کې د دوى د خدمتونو په پار ستاینلیکونه ورکړل .
بلخ:
د همدې اوونۍ د شنبې او چهار شنبې په ورځو کې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر او د بلنې او لارښوونې مسوول مولوي عبدالصبور فرید د (الله ج د فعلي او ذاتي صفاتو) موضوع تدریس کړه. او له ټولو مسوولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د دیني علومو په برخه کې مطالعه وکړي.
کندهار:
د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالکبير الهام له خپل ملګري پلاوي سره د دغه آمریت په چوکاټ کې د بانيه، نورانيه، احمدي او د شهيدیه دارالعلوم له فعاليتونو او له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت چارواکي وايي: د دې ولسوالۍ د ښوونکو، زده کوونکو او قومي مخورو د هڅو په پایله کې د شهید ملنګ جان د ښوونځي د څلویښت مترو په اوږدوالي د کانکریټي سړک، د خونو د رنګولو چارې، د دې ښوونځي د حلقوي دیوال د ترمیم چارې بشپړې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

رسنیزبلنلیک

په پلان کې ده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال او والیبال خزاني سیالۍ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS