له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۳۶
22

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست وايي، د یاد ولایت د څوارلسو ولسوالیو ښوونځیو ته یې د اسلامي زده کړو د درسي کتابونو، درسي توکو، خېمو، فرشونو او نورو اړینو موادو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ۲۹۳ بابه مدارسو او دارالحفاظونو ۶۰۰ تنه استادانو او مسئولینو ته څلور ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې د پوهنې رياست روزونکو په اداري او تدريسي چارو کې ګډون والو ته روزنه ورکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ په مالي مرسته، د یاد ولایت د مقر، ګیلان، واغظ او خواجه عمري ولسوالیو د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د درسي توکو بستې او کتابونه ووېشل.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د نوزاد ولسوالۍ د ۴۵ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د مسئولینو او ښوونکو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې د پوهنې رياست روزونکو کارکوونکو ته په اداري او تدريسي چارو کې روزنه ورکړه.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست اداري غونډه د یاد ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي په مشرۍ، د سيمه ييزو رياستونو د مسئولينو او د مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۳
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو او مدیرانو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره «د عملي درسونو څارنه» یو اغېزمن ګام دی

د "کوچنګ" پروګرام، چې په ټولګیو کې د ښوونکو د تدریس څارنه او مشاهده کول پکې شامل دي، د میدان وردګ ولایت په ناصریان، حامد کرزي، حضرت علي او حضرت عباس ښوونځيو کې "د مدیرانو، سرښوونکو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۰
Background image

د بامیان ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سواد‌زده کړې ټولګی پرانیستل شو

د پوهنې او د کلیو پراختیا وزارتونو ترمنځ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سوادزده کړې ټولګی جوړ او فعال کړ.

په یاد ټولګی کې به د. . .

BACK TO NEWS