له ولایتونو څخه د پوهنې څو مهم خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۴:۱۸
145

هرات

د هرات ولایت پوهنې ریاست د سیمه ییزه مشرانو، علماوو او د ښوونځیو شوراګانو له غړو سره، د ښار په څلورمه ناحیه کې «د خلکو او پوهنې» تر نامه لاندې د ګډو خبرو اترو غونډه جوړه کړه.

نمیروز

په نیمروز ولایت کې د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» د سیالیو د ممتازو زده کوونکو د ستاینې مراسم، د پوهنې مسئولینو، علماوو او قومي مخورو په حضور کې ترسره شول.

یادې سيالۍ چې څو ورځې وړاندې د مرکز زرنج ښار اړوند سیستان عالي لېسې د ٨٠٠ تنو زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، په ترڅ کې یې ٢٠ تنو ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ستاينليکونو په پام کې نیول شوي وو.

بادغیس

د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست په اډانه کې د ۲۹۰ تنو کسانو ترمنځ د آزاد رقابت سیالي ترسره شوه.

د یادې پروسې بریالي نوماندان به د دغه ولایت په مدارسو او دارالعلومونو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.

لوګر

په لوګر ولایت کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو، د یاد ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د اصلاحي سپارښتنو د ورکولو په ترڅ کې، له هغوی وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست، د یات ولایت د پغمان ولسوالۍ په پوهنې آمریت کې د ښوونکو د څو خالي بستونو د ډکولو په موخه له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS