لوګر ولايت کې يوې مرستندویه موسسې په کار پیل وکړ
پوهنې وزارت، لوګر: لوګر ولایت کې د ودان په نوم یوې مرستندویه او خیریه موسسې چې د معارف ملاتړه او همکاره موسسه ده، رسمآ خپل فعالیت پیل وکړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئیس، سید عزیزاحمد هاشمي، د یادې موسسې ولایتي مسؤل محمد علم غالب، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې او څارنې آمرانو برخه اخیستې وه.
یاده موسسه د یونیسف موسسې لخوا تمويليږي، چې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته به ۳۲۰ سیمه ییز او ۸۰ د چټکو زده کړو ټولګي جوړ کړي.
یاد ټولګي په هغو سیمو کې جوړېږي، چې ښوونځي و نه لري او له زده کړو بې برخې ماشومانو کچه په کې لوړه وي.
د نوموړو ټولګیو په جوړېدو سره به زرګونو ماشومانو ته په خپلو سیمو کې د لومړنۍ دورې تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي.
د لوګر د پوهنې رئیس د یادې موسسې د فعالیت پر پیلېدو خوښي وښوده او له یادې موسسې سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
هغه زیاته کړه، د دې موسسې د فعالیت په پیلېدو سره به ۴۰۰ کسانو ته د ښوونکو په توګه د دندې زمینه هم برابره شي.
د غونډې په پای کې د مرکز او ولسوالیو د پوهنې او څارنې آمرانو ژمنه وکړه، چې دوی به په خپلو اړوندو ولسوالیو او کلیو کې د يادو ټولګیو د جوړولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
