لوګر کې ۲۴۶ تنو ښوونکو ته د کورونو نومرې ورکړل شوې
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر مرکز پل علم اړوند ۲۴۶ تنو نارینه او ښځینه مستحقو ښوونکو ته د کورونو جوړولو په موخه د ځمکو نومرې ووېشل شوې.
دا نومرې د پل علم د ښوونکو په ښارګوټي کې ورکړل شوې، چې له ۷۵۱ څخه تر ۹۹۷ شمېرو پورې نومرې شاملې دي.
له دې مخکې هم په یاد ښارګوټي کې ۷۵۰ تنو نورو نارینه او ښځینه مستحقو ښوونکو ته د کورونو جوړولو لپاره د ځمکو نومرې وېشل شوې دي.
دغه ښارګوټی په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۹۷ نومرې لري، چې دغه ټولې نومرې د پچې اچونې له لارې ښوونکو ته انتخاب شوي دي.
د دې ښارګوټي نقشه په ټولو معیارونو برابره ده، چې په کې جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه، وړکتونونه، اطفایې، سوداګریزې، تفریحي، شنې او نورې ساحې ډېزاین شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلي سید عزیز احمد هاشمي له ښوونکو څخه وغوښتل، چې په ورکړل شویو نومرو کې ژر تر ژره کورونه جوړ کړي.
هغه زیاته کړه،چې په راتلونکې کې به د څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو ښوونکو ته هم د ښارګوټو جوړولو چارې پیل کړي.
د یادونې وړده، چې پوهنې وزارت له دې مخکې هم د لوګر د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو ۱۵۶۵ ښوونکو ته د ځمکو نومرې ورکړي دي.
