پنجشیرکې زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالې کورسونه جوړ شول
د پوهنې وزارت، پنجشیر: په پنجشیر ولایت کې د دولسم ټولګيو د زده کونکو لپاره د کانکور آزموینې د چمتووالي کورسونه جوړ شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د یاد ولایت د بازارک د عالي لیسې په کتابتون کې جوړه شوي وه، دپوهنې رییس سربیره د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، د ښوونکو د شورا رییس، د ولسوالۍ د پوهنې امرینو، د تعلیمي نظارت مرکزي غړو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
دغونډې په پیل کې، د یاد ولایت د پوهنې رییس مولانا عتیق الله کریمي د دې ولایت زده کونکو لپاره د کانکور آزموینې د چمتووالي کورسونو له جوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه د یادو کورسونو جوړول یې د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو لپاره ډېر ضروري وبلل او د دولسمو ټولګیو له ټولو زده کوونکو نه یې وغوښتل، چې په جوړ شویو کورسونو کې ګډون وکړي او د کانکور آزموینې ته چمتوالی ونیسي.
همدارنګه د بازارک شورا رئیس مولوی سلیمان او د مسعود شهید مدرسي امر مولوی کبیر د زده کړې په برخه کې د خدماتو وړاندې کولو په هکله خبرې وکړې او له هغه شخصیتونو یې هم مننه وکړه چې د زده کونکو لپاره یې د زده کړې کورسونو زمینه برابره کړي.
د یاده وني وړ ده چې د یادو کورسونو زده کوونکو ته قرطاسیه باب او درسي توکي د مشرانو جرګې د لومړي نایب الحاج محمد عالم ایزدیار او دښوونکو تنخاه ګانې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی حاجي اغا رضايي لخوا ور کول کیږي.
