په بغلان ولایت کې د یوې مدرسې د ودانۍ بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي په وينا، په ياد ولايت کې د شمس المدارس مدرسې د بيارغونې چارې د پوهنې له بودیجې څخه بشپړې شوې او يوازې د يادې مدرسې د څښاک پاکو اوبو د څاه کيندلو چارې تر کار لاندې دي، چې په بشپړیدو سره به زد کوونکو ته د پاکو اوبو آسانتیا هم برابره شي.
د شمس المدارس مدرسې د ودانۍ پر بیارغونه ټولټال ۷۶۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.