په خوست ولایت کې د سولې په ملاتړ د ازمایښتي کانکور ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت_خوست: په خوست کې د فکري سمون ټولنیز بنسټ په نوښت او د پوهنې ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو له ۱۴۰۰ زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شوه.
د دغه بنسټ مشر سلیمان بشرمل وایي، له دې ازموینې یې موخه سولې ته کار کول، د زده کوونکو هڅونه او د کانکور له رسمي ازموینې سره د دوی بلدتیا ده.
ښاغلي بشرمل زیاته کړه: د دغه ازموینې لپاره موږ له تېرو دوو میاشتو راهېسې کار کړیدی، او له زیاتره زده کوونکو مو د داخلې پر ځای د ښوونځي نصاب کتابونه را ټول کړیدي چې په وړیا ډول به په ښوونځیو کې پر زده کوونکو وویشل شي.
ده وویل ، د دې تر څنګ موږ د خصوصي پوهنتونونو، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو اوانسټیټيوټونو سره د یوې هوکړې له مخې د دغه ازموینې ممتاز زده کوونکي په پنځوس سلنه تخفیف ور معرفي کوو.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د فکري سمون ټولنیز بنسټ له غړو له معارف سره د همکاري له کبله مننه وکړه، دا یې زده کوونکو لپاره یو ګټور ګام وباله، او له نورو مدني او تعلیمي بنسټونو یې دا ډول موثرو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي روښان وویل، سږ کال موږ د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځي له رسمي وخت وروسته د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور اماده ګۍ وړیا کورسونه جوړ کړي ؤ تر څو په تمامه معنا دوی دې ازموینې ته اماده شي.
پوهنې رئیس همدا راز زیاته کړه، د نننۍ ازموینې تر ټولو ممتاز زده کوونکي به د یوې ځانګړې برنامې په ترڅ کې تشویق کړي.