په خوست ولایت کې د صنفي اصولو د ۸۲۵ تنو زده کوونکو لپاره نوي ټولګي جوړ شول

د پوهنې وزارت او د یوې همکارې ادارې ترمنځ د یوه هوکړه لیک له مخې، د خوست ولایت په نادرشاه کوټ، دومنده، اسماعیل خېلو مندوزي او ګربز ولسوالیو کې د ۸۲۵ تنو زده کوونکو لپاره د صنفي اصولو نوي ټولګي جوړ شول.
په هغه کتنه کې چې د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال د يادو ولسواليو د پوهنې له آمرینو سره درلوده، مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د يادو ټولګيو لپاره د نويو ښوونکو ګمارلو په برخه کې د پوهنې وزارت د قوانينو او کړنلارو پر بنسټ له پوهنې ریاست سره همکاري وکړئ.